Untitled

امنیت د څه دپاره؟

26.11.2012 17:14

امنیت د څه دپاره؟

امنیت لکه څرنګه چې د هري انسانې ټولني غوښتنه ده دغه رنګه دهر دولت او حاکم نظام په ترجیحاتو کښې هم لومړنې مقام لري، په بد قسمتې سره د وروسته پاتې هیوادونو اپوزیسیونونه او دولتې مخالفین د جمهوري او اصولې اختلاف پر ځاي د اقتداري نظام پر وړاندي دمزاحمت په توګه امنیت ګواښې چې دا د دولت تر څنګ د ټول ملت سره ستره جفا او دانسانیت لپاره دتعذیب سبب ده.
بل لوري ته زمونږ دهیواد په څیر چې په

 کښې په هر لحاظ کمزوري دولتونه او نظامونه واکمن دي، دبې امنیتې درمل په زور کارولو کښې مومي ګواکې د سرطان د داني درملنه په سپیرکي سره کوي او حقیقت دادي چې د بې امنیتو او د امنیت د خرابوونکې عناصرو مقابله په یواځې سر د امنیتې ځواکونو په زور ازماینې سره ناممکنه ده، تر څو چې د امنیتې ځواکونو ترشا سالم عدالتي او منصف نظام نه وي ولاړ. په افغانستان کښې د اولس مشر کرزي په نظام کښې د کلیدي حیثیتونو څیښتنان چې زاړه جنګې مجرمین، سیاسې، ژبنې او مذهبې افراطیان دي، تش دامنیت د تامین پر ټکي ټوله توجه ځکه متمرکزوي چې دوي د هیواد د خرڅلاؤ چور او تالان لپاره ځانته پر امنه ضمینه برابرول غواړي چې په بیغمې سره دخپل ناوړه اقتدار مزي واخلې د کوم مقصد د پاره چې دوي هر انسانې نورم تر پښو لاندي کړی وو.
تر څو د هیواد د حقیقې خدمتګارانو او له فسادونو او جګړو پاکو اشخاصو ونډه زمونږ دهیواد په سیاسي نظام کښې د نمایشې حیثیت پر ځاي کلیدي حیثیت غوره نکړي او د اولس له اوږو د فاسیدو نظامونو، تنظیمونو او حکومتونو دمسلطو عناصرو بار لري نه کړل شې، کار د کار اهل ته ونه سپارل شې د امنیت د راوستلو هره بله متبادله لار غوره کول به حتمې پایلي ونلری.
اولس مشر ډیر کسان په دي تمه کښینولې وو چې امنیت تامین شې بیا به ګواکی دي له ټوپکمارو او پاټکمارو ځان او اولس خلاصوي، مګر دغه اسره یوه سراب او فریب وو، اولس مشر هم دهغه تنظیمونو له بقایه جاتو څخه وو او هغوي ته وفاداره پاته شو، ځان خویې په دغه داړه مارو وساتو مګر اولس یې ددغه زړو داړه مارانو او په ولایتونو کښې دهغوي دزړو لاسپوڅو فسادیانو پر رحم وکرم پريښود، اوس هیله داده چې راتلونکي اولس مشر به حقیقې ملي شخصیت او له فساده پاک شخصیت وي چې اولس ته به دهغوي غصب شوي حقوق بیرته اعاده کړي.

ستاسو تبصره


لطفاً لاندې افغانستان په انګليسي تورو وليکئ.